د افغان حکومت په کوربه توب له مرکزي اسيا سره مشورتي ناسته وشوه

6 Apr 2026

WhatsApp Image 2026-04-06 at 2.26.38 PM.jpeg

پرون د اپرېل په ۵ مه د افغان حکومت په کوربه توب او نوښت په کابل کې له ازبکستان، قرغیزستان،  ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان هېوادونو له استازو سره ګډه مشورتي ناسته وشوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر اميرخان متقي یاده ناسته سياسي مشورتي مېکانېزم بللی، ښاغلي متقي ويلي، چې له دې مشورتي ناستې یې موخه د سيمه ييزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماټيکو همغږیو پیاوړتیا، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي.


هغه ويلي، چې په تېرو نږدې پينځو کلونو کې افغانستان له مرکزي اسیا سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټرانزیټ په برخو کې رغنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د ښاغلي متقي په خبره، چې نړيوال نظم له جدي ننګونو سره مخ دی او اړتیا ده، چې په ګډه دا مشترکې ننګونې مدیریت کړو، په وينا یې، باید له شته ظرفیتونو څخه د پرمختګ او سیمه ییزې همغږۍ په لور د رسېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو. 
همدرانګه نوموړي د افغانستان او مرکزي اسيا ترمنځ اړيکې تاريخي بللي، هغه وايي، د افغانستان او د مرکزي اسيا د هېوادونو ترمنځ د فرصت، همکارۍ او سيمه ييزې هغږۍ روایت دی، نه د تقابل او توهم(غلط فکر، شکمن تصور)، د هغه په وینا، په دې برخه کې ګډه همکاري په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پراختیا ته لاره هوارولی شي.


دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د ناسمو سياستونو له امله د سيمې حياتي او مهمې پراختیایي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي، هغه څه، چې افغانستان او سيمه کې پراخ مثبت اقتصادي او سياسي بدلونه رامنځته کولی شي.